فرانسې د مشکوکو اسلامپالو د نیولو لپاره نوي امنیتي عملیات پیل کړي

فرانسې د مشکوکو اسلامپالو د نیولو لپاره یو لړ نوي امنیتي عملیات پیل کړي دي، راپورونه وايي په دې لړ کې یي لږ تر لږه لس تنه نیولي هم دي.

چارواکي وایي، ننني دا ډول عملیات په ځانګړې توګه د مارسلیي سیمې په ګډون په جنوب او جنوب لویدیځ سیمو او همدا شان له بلجیم سره په سرحدي سیمو کې وشول.

په دې سلسله کې تیره اونۍ دیارلس تنه نیول شوی وو، چې د سې شنبې په ورځ په ترهګری کې پر لاس لرلو تورن شول .

تر دې دمخه دالقاعده شبکې یو مشکوک تن محمد مراح د مارچ په دوه ویشتمه دپولیسو په ډزو کې تر هغه وورسته ووژل شو چې د څو یهودي ماشومانو په شمول د اوو تنو پر وژنی ورباندی شک وو .

په فرانسي کې اسلام پال د اپریل په دوه ویشتمه تر انتخاباتو دمخه د کمپاین پر اصلی موضوع بدل شوی . په دې انتخاباتو کې ولسمشر سرکوزي هڅه کوي چې د دوهم ځل لپاره وټاکل شی .