ترکیه کې پخوانی پوځي مشر کنعان ایورن محاکمه کیږي

په ترکیه کې نن د دغه هېواد پخوانۍ پوځي مشر کنعان ایورن د ۱۹۸۰میلادي کال د کودتا د مشرۍ کولو په تور محاکمه کیږي.

د ۱۹۸۰ م کال د سیپتمبر په ۱۲ په ترکیه کې له کودتا وروسته د پوځ په درې کلنه واکمنۍ کې ۵۰ کسان په دار وځړول شوه، نیم میلیون زنداني او سلګونه په بند کې مړه شوه.

نن دیرش کاله وروسته ترکیه ۹۴ کلن ایورن او د هغه مهال د پوځي کودتا نور پوځي عناصر محاکمې ته وړاندې کوي.

دا نه معلومه چې د نوموړي اوسنۍ وضیعت ته په کتنې سره د ترکې دغه پخواني پوځي واکمن ته به د محکومیدو په صورت د عمر قید سزا ورکړل شي او که څنګه؟