امریکا کې یو سړی د تروریزم په اړوندو جرمونو د۱۴کالو په بند محکوم شو

د امریکا په متحده ایالاتو کې یو سړی د هند د خالصستان کوماندو ځواک ته د موادو برابرولو په جرم په ۱۴ کاله بند محکوم شو.

د نیویارک ښار د ختیځې ناحیې څارنوال د سې شنبې په ورځ وویل، قاضي الین راس، پنځوس کلن خالد عوان د خالصستان کوماندو ځواک ته د منابعو برابرولو او د تروریزم په اړوندو جرمونو محکوم کړ.

عوان په ۲۰۰۳ کال کې په متحده ایالاتو کې د بانکې کارت د درغلیو په جرم دا مهال بندي دی او یوه بل بندي یي راپور ورکړی چې د خالصستان د ډلې له مشر پرمجیت سنګ پنجوار سره یي اړیکې ټینګ کړي دي.

دا ډله په ۱۹۸۶ کال کې جوړه شوې وه او د هند په پنجاب ایالت کې د سکانو لپاره د یوه خپلواکه دولت د جوړیدو مبارزه کوي.