″په افغانستان کې د ماینونو پر ضد د مبارزې لپاره لسو نورو کلونو ته اړتیا شته″

په افغانستان کې نن د ماین پاکۍ نړیواله ورځ په داسې حال کې ولمانځل شوه، چې د مسولینو په وینا لاهم په پنځه نیم سوه کیلو مترمربع ځمکه په ماینونو ککړه ده.

په افغانستان کې د ماین پاکۍ د ″ام. ډي. سي″ موسسې مشر شهاب حکیمي د سې شنبې په ورځ په همدی اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، چې د لسو کلونو لپآره اړتیا ده، څو د ماین پر وړاندې مبارزه وشي.

ده له نړیوالي ټولنې وغوښتل ترڅو په افغانستان کې د ماین پاکۍ روانه پروسه چې سلګونه میلیون ډالرو ته اړتیا لري، د لسو کلونو لپاره تمویل کړي.