مسکو: د یو مارکېټ په ګدام کې اور لګېدنې ۱۲ تنه مهاجرین وژلي دي

د مسکو د یوه مارکیټ په یوه ګدام کې د اور د لګیدو له امله ۱۲ کسان وژل شوې دي.

د روسیې د اضطراري حالاتو د وزارت ویاند فرانسپرس اژانس ته وویل، چې وژل شوي کسان ټول مهاجرین دي.

دا تراوسه نه ده معلومه چې د اور د لګیدو علت څه و او اوس کنټرول شوی دی که نه؟