ثریا دلیل: هرکال په افغانستان کې د نري رنځ ۵۳ زره پېښې ثبتیږي

د عامې روغتیا وزارت وایي، افغانستان د نړۍ د هغو دوه ویشت هیوادونو په ډله کې راځي، چې نری رنځ په کې زیات دی.

د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل چې د سې شنبې په ورځ په کابل کې د نري رنځ د نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې وینا کوله وویل، هرکال په دې هېواد کې د نري رنځ له پنځوس زرو څخه زیاتې پیښې ثبتیږي.

″هرکال په افغانستان کې درې پنځوس زره د توبرکلوز نوې پیښې پیدا کیږي، هغه څه چې ډېر د پام وړ دی هغه دا چې په نري رنځ اخته کسانو له ډلې ډیرې ښځې دي، یعنې په هرو سلو تنو په نري رنځ اخته مریضانو کې شپږ شپیته ښځې دي.″

د نوموړې د وینا له مخې هر کال په افغانستان کې د دې ناروغۍ له کبله شاوخوا لس زره انسانان مري.

په دې غونډه کې د روغتیا نړیوال سازمان مسوولینو ویلي، چې دوی به له افغانستان سره د دې مرض په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.