کونړ: د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ نښته کې ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کونړ سیمه ییز امنیتي مسوولین وایي، چې تیره ورځ په علي اباد ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په وسله واله نښته کې دیارلس تنه وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

په ختیځ زون کې د سرحدي پولیسو ویاند ادریس مومند ازادي رآ‌ډیو ته ویلي، چې په دې جګړه کې لس وسله وال مخالفین او درې سرحدي پولیس وژل شوي او په ټپیانو کې هم څلور وسله وال مخالفین شامل دي.

بل پلو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي رآډیو ته ویلي، چې په دې جګړه کې ددوی درې ملګري وژل شوي.