د پاکستان د کراچۍ ښار په پروني تاوتریخوالي کې پنځه تنه ووژل شول

د پاکستان د کراچۍ په بندري ښار کې پرون لږترلږه پنځه تنه د تشدد په نتیجه کې ووژل شول.

د دغو کسانو له وژل کېدو سره په څه کم یوه اوونۍ کې د پاکستان په دغه اقتصادي مرکز کې د تاوتریخوالو په لړ کې د تلفاتو شمېرلږترلږه ۲۴ تنو ته ورسېد.

وژنې د واکمن پیپلز ګوند د سیمه ییز مشر حسن سومرو له وژل کېدو سره پیل شوې.

د کراچۍ د لیاري سیمې اوسېدونکو پر پولیسو تور پورې کړی، چې د سومرو په قتل کې لاس لري، خو چارواکي دا تور ردوي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسون وايي، چې تېر کال د کراچۍ په تاوتریخوالو کې څه باندې یو زرو اووه سوه تنه وژل شوي وو.