هغه پاکستانی هلک مړ شوی، چې ځان ته يي اور ورته کړې و

هغه پاکستانی هلک مړ شوی، چې د راپورونو له مخې له دې امله چې پلار او مور یې د دې توان نه درلود، چې ورته د ښونځي جامې واخلي او ده ځان ته اور ورته کړې وو.

د ده د اوسیدو په سیمه شوقدر کې پولیس وویل، کامران خان د خپلو سختو ټپونو له امله دوه ورځې مخکې ساه ورکړه.

دې هلک په سیمه ایز شخصي ښوونځې کې سکالرشپ ګټلی وو.

کتونکي وايي، د دې هلک غم لړلی برخلیک په پاکستان کې د ډیرو بې وزلو خلکو سخت ژوند څرګندوي.