ټاکل شوې چې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی، کوفي عنان، به نن د ملګر ملتونو د امنیت شورا ته په دې اړه معلومات ورکړي چې ایا دمشق د سولې د پلان د عملي کولو په لور ګام اخیستی او که څنګه .
دمشق هغه پلان منلی چې په کې ، اوربند ، له ښارونو څخه د عسکرو ویستل او بشري مرستو ته لاسرسی پکې شامل دي خو تر اوسه عملی شوی نه دی .
د یکشنبې په ورځ په استانبول کې د سوریې د دوستانو په نوم کنفرانس له کوفي عنان څخه وغوښتل، چې په دې ارتباط د راتلونکو ګامونو لپاره یو مهال ویش وټاکې چې له مخې یي ولسمشر بشارالاسد باید خپلې ژمني تر سره کړي .
د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري میرمن هیلیري کلنتن وویل واشنګتن به د سوریې مخالفینو سره د مخابراتی وسایلو او تجهیزاتو په برابرولو سره مرسته وکړی څو دوې له خپلې سیمې بهر نړۍ سره اړیکه ټنګه کړي او دحکومتي ځواکونو له حملو پښې سپکې کړي .
څه باندې د اتیا هېوادونو استازو په استانبول کې د غونډې په مهال د سوریې مخالفه ملي شورا د ټولې سوریې د خلکو د مشروع استازو په توګه په رسمیت وپیژندله .