د پنجشیر ولایت په خینج او دره کرامان کې سیلابونه خلکو ته مالي زیانونو اړولي دي

په پنجشیر کې سیمه ییز مسوولان وایي، چې په خینج او دره کرامان ولسوالیو کې سیلابونو خلکوته سخت مالي زیانونه اړولي دي.

د پنجشیرولایت د سرې میاشتې مسوول ډاکټر حنیف خرمي آزادي راډیو ته وویل، چې په دې ولسوالیو کې لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه او ډېر څاروي له منځه تللي دي.

ده دغه راز وویل، چې لسګونه کورنۍ هم د سیلابونو له امله د خپلو کورونو پریښودو ته اړې شوي دي.

په یوبل خبرکې ویل شوي، چې د سختو سیلابونو له امله د سرپل ولایت د سوزمه قلعه ولسوالۍ لاره هم د دې ولایت له مرکز سره پرې شوې ده.