په دوبۍ کې د عرب اماراتو له خوا د ډیموکراسۍ د مرکز پر تړلو اندېښه

امریکا د متحده عربي اماراتو په دې پریکړه، چې دغلته يې د واشنګټن په مالي مرسته جوړ د ډیموکراسۍ مرکز تړلی دی، اندیښنه ښودلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هلري کلنټن ویلي، په دوبی کې د ملي ډیموکراتیک مرکز د تړولو موضوع يې د اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر سره څیړلې ده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیره د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د کتنې په هدف سیمې ته سفر کړی دی.