ولسي جرګه: یو ځانګړی کمیسون دې د ملي بودیجې تصویب وڅېړي

د افغانستان ولسي جرګې پرېکړه کړې، چې د بودیجې د تصویب موضوع دې یو ځانګړی کمېسیون وڅېړي.

د ولسي جرګې د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د ملي بودیجې په طرحه کې په رامنځ ته شویو تعدیلاتو بحث وشو.

د جرګې د پریکړې له مخې په دې طرحه باندې به د دوشنبې د ورځې په غونډه کې بحث وشي.

د جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر په دې اړه وویل.

″د درنو وکیل صاحبانو پرېکړه په دې وشوه، چې بودجه دې باید اختصاصي کمېټه لاړه شي، دلته دې دقیق تصمیم ونیول شي.″

د ۱۳۸۹۱ کال پراختیايي او عادي بودیجه چې له ۲۴۱ میلیارډو افغانیو څخه ډیره ده، طرحه یې ولسي جرګې ته له شا او خوا یوې میاشتي راهسې لیږل شوې، چې دې جرګې په بیلا بیلو دلایلو رد کړې ده.