د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما وروسته له هغې د ایران د تیلو پر صادراتو د بندیزونو لګولو هلو ځلو ته دوام ورکړ، چې ډاډمن شو، د نړۍ په بازارونو کې په کافي اندازه خام تیل موجود دي او د ایران بندیزونه د امریکا متحدانو ته زیان نه رسوي.
په دې بندیزونو کې د امریکا حکومت ته صلاحیت ورکول کیږي، پر هغو بهرنیو بانکونو بندیزونه ولګوي، چې د ایران د تیلو د صادراتو د پیسو په راکړې ورکړې کې دخیل دی.
امریکا غواړي، د تهران د اټمي پروګرام د دوام له وجې د ایران مرکزي بانک نور هم ګوښه کړي. د اسلامي جمهوریت د تیلو ټول خرڅلاو د همدغه بانک له لارې ترسره کیږي.
د ایران پرمرکزي بانک باندې د امریکا د کانګرس د بندیزونو لایحه به د روان کال د جون د میاشتې په پای کې د اجرا وړ وي.
اروپایي اتحادیې هم د جنورۍ میاشت کې د ایران د تیلو پر صادراتو بندیزونه لګولی و او د جولای میاشتې کې به عملي شي.