د هغه امریکایي عسکر مدافع وکیل چې د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې د ۱۷ تنو ملکانو په وژنې تورن دی، وایي، د متحده ایالاتو حکومت له مدافع وکیلانو څخه شواهد پټوې.
د رابرټ بیلز مدافع وکیل جان هینري اسوشیېټډ پرېس خبرې آژانس ته د جمعې په ورځ وویل، مدافع وکیلانو ته ویل شوي وو، چې شواهدو ته به لاس رسی لري، خو دا مهال حکومت له دوی سره په دې کار کې مرسته نه کوي.
د امریکا د پوځ ویاند د بیلز د مدافع وکیل د دې څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
تورن دا مهال د امریکا په کنزاس ایالت کې د پوځ په یوه زندان کې بندي دی.