د پکتیکا سیمه ییز چارواکي وایي، چې تیره شپه یوه سیمه ییز پولیس خپل نهه تنه ملګري وژلي او خپله په تيښته بریالی شوی دی.
د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان ازادی راډیو ته وویل، چې دغه پیښه د پکتیکا ولایت په یحیی خیلو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.
نوموړی وایي، د پیښې په اړه یې پلټنې پیل کړي او دوه تنه شکمن کسان یې هم نیولي دي.
خو وسله والو طالبانو ادعاکړې، چې دا سرتیری د دوی ملګری و او له یو رنجر موټر او وسلو سره دوی ته ورغلی دی.