د هلنمد ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د موټر سايکل په واسطه چې چاوديدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي وو د چاودنې له امله يو پوليس ساتنمند وژل شوي او يوتن بل ټپي شوی دی.
د سنګين ولسوالي امنيه قوماندان سمونمل محمد مير دازادۍ راډيو ته وويل پيښه تيره ورځ رامنځته شوې ده او د موټرسايکل په واسطه د پوليسو د ګزمي پرموټر چاودنه رامنځته شوه.
خو د طآلبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، په سنګين ولسوالۍ کې يې د ماين په واسطه د بهرنيو ځواکونو يو ټانګ له منځه وړى او په کې سواره دوه بهرني سرتيري وژلي دي.
دولتي چارواکي بهرنيو ځواکونو ته داوښتي زيان خبره نه مني.
په عين وخت کې د پنجشنبه په ورځ د لښکرګاه ښار په ساپيانو کلي کې د ناوې ولسوالۍ د جينايي ا مريت مدير ووژل شو.
د هلمند د والي امنيتي سلاکار عبدالعلي شمسي وايي، عزيزالله پرسر په ګوليو لګيدلې دی، خو جوته نه ده، چې پيښه سياسي ده او که د هغه زوی چې په نشه روږدی دی، وژلى دى.
تراوسه د عزيزالله د وژلو پړه چاپه غاړه نه ده اخستې.