د پنځو چټکو پرمختلونکو هېوادونو مشرانو نن د هند په ډيلي کې په خپله سرمشريزه کې هڅه وکړه، چې په خپل منځ کې سياسي او اقتصادي اړيکې زياتې کړي.
برازيل، هند، چين، روسيه او جنوبي افريقا هغه پنځه هيوادونه دي، چې باريکس نومېږي او د نړۍ د ټول نفوس درې څلوېښت فيصده په کې اوسي.
غونډې ته د هند صدراعظم من موهن سينګ وويلي:
(زموږ هېوادونه د ودې، ثبات او هيلو د قطبونو په توګه راپورته شوي. په نړۍ کې زموږ ځای مخ پر څرګندېدو دی او اهميت مومي.»
دې ډلې د يوه ګډ بانک په جوړلو، د پنځو واړو هېوادونو د اسهامو د تبادلې د نژدې کيدو لپاره د يو ميکانيزم په رامنځ ته کولو او همدارنګه د منځني ختيځ د حالاتو او د ايران د تيلو د وارداتو پر مسلو خبرې وکړې.
د برازيل، روسيې، چين او جنوبي افريقا مشرانو په نوي ډيلي کې د خپلې ودې په حال کې نړۍ، سرمشريزه پرانیستله.
د بريکس په نوم د دغې ډلې د سرمشريزې د اجندا په سرکې د يوه ګډ بانک په جوړلو، د پنځو واړو هېوادونو د اسهامو د تبادلې د نژدې کېدو لپاره د يو ميکانيزم په رامنځ ته کولو او همدارنګه د منځني ختيځ د حالاتو او د ايران د تيلو د وارداتو پرمسلو خبرې وکړي.
دا پينځه هېوادونه د نړۍ د نفوسو په سلو کې ۴۳ برخه جوړوي او د نړۍ د ناخالصو توليداتو ۲۲ فيصده په دوي پورې اړه لري.