د بریتانیي د دفاع وزیر افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د لیږد بهیر ښه و ارزوه

د بریتانیي د دفاع وزیر له افغان ولسمشر سره په لیدنه کې افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د لیږد بهیر ښه و ارزوه.

فیلیپ هامند، چې پرون هلمند ته تللې وو، نن یي په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل او په دوه اړخیزو مسایلو یي ورسره خبرې وکړې.

د جمهوري ریاست ځینو سرچینو ازادۍ راډیو ته وویل، چې ښاغلي هامند ولسمشر کرزي ته د هلمند د سفر په اړه معلومات ورکړل او د امنيتي مسؤلیتونو د انتقال په بهیر یي خوښي څرګنده کړه.

د بریتانیي د دفاع وزیر داسې مهال په کابل کې له افغان مشرانو سره لیدلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم په کابل کې دې.