د بشري حقونو د څارنې سازمان له افغان حکومت څخه غواړي، څو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې د له منځه وړلو قانون په بشپړه توګه عملي کړي.
د دې سازمان له خوا په یوه تازه خپور شوي ریپوټ کې ویل شوي، چې لاهم افغان میرمنې له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې دي.
د دې سازمان مشر کینت رود پرون د خپل رپوټ د خپرولو په غونډه کې وویل، د افغانستان د قوانینو له مخې له کوره تیښته جرم نه دی او له ولسمشر څخه یي وغوښتل، چې داسې خنډونه پرینږدي، څو له مخې یي ښځو ته په اسانۍ سره زندان ته د تګ لار هواره کړي:
"د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی د له منځه وړلو د قانون د نه تطبیق عوامل، د ډیرو پولیسو او څارنوالانو لخوا ددی قانون جدی نه نیول دي.
زه له حکومت څخه غواړم چی ددی قانون پلی کولو ته ژمن واوسی او هغه خلک تعقیب کړي، چې تورن وی نه قربانی شوي ښځي."
دوي په خپل رپوټو کی د هغو بندی ښځو کیسی هم را اخیستې، چې هم ظلم پری شوي او هم په بند کی شپی او ورځي سبا کوی.