عراق:عرب لیګ به د سوريي په اړه یو پریکړلیک صادر کړي، چې کومه نوې خبره نه لري

د عراق د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې په بغداد کې د عربي اتحادیي د مشرانو په غونډه کې به نن د سوریې د حالاتو په اړه یو پریکړه لیک صادر شي چې کومه نوې خبره نه لري، بلکه د نړېوالو د هغو هڅو ملاتړ به وکړي چې په سوریه کې یې د تشدد د پای ته رسولو لپاره پیل کړې دي.

هوشیار زیباري دا څرګندونې پرون د دې اتحادیي د بهرنیو چارو له وزیرانو سره له کتنې وروسته وکړې.

بغداد به نن د دې اتحادیي د مشرانو د غونډې کوربه وي، تمه ده چې په دې غونډه کې به د عرب لیګ د ۲۲ غړېو نیمايي مشران برخه واخلي.

ګومان نه کیږي، چې د سعودي عربستان په څیر هېوادونه به چې په سیمه کې له زیات نفوذ څخه برخمن دي، په دې غونډه کې په لوړه سطحه ګډون وکړي.

د سوریي د ولسمشر بشارالاسد د رژیم استازی به په دې غونډه کې ګډون ونه کړي ځکه چې د سوریي غړیتوب په دې اتحادیه کې د حکومت ضد مظاهره چیانو د خونړی ځپنې په خاطر تعلیق شوي دي.

په همدی حال کې د سوریي چارواکو ویلي، چې د سوریي رژیم به هرهغه پریکړه لیک ویتو کړي چې عربي اتحادیه به یي روانه اونۍ په دې هېواد کې د تشدد د پای ته رسیدو لپاره صادروي.

د سوریي د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جهاد مکدیسي پرون وویل، سوریه به د عربي اتحادیي له نوښت سره په هیڅ سطحه همکاري ونه کړي.