پښتو کې یو متل لرو، چې که غر لوړ دی هم په سر یې لار شته او بل متل دی، چې، خدای پاک وايي ته حرکت کوه زه به برکت کوم او دا به مو هم اوریدلي وي، چې بې زحمته راحت نشته!
ملالۍ موسکا هم هغه افغانه پيغله ده، چې د غره د سر لار یې موندلې، حرکت یې کړی ځکه یې برکت په برخه شوی او که زحمت یې نه وای ویستلی، ښايي نن به یې په ورغوي کې د راحت کرښه نه وه، خو یوه پسرلنی لنډۍ ده، وايي چې:
پسرلی راغی ونې شنې شوې.........زما د زړه ونې ږلۍ وهلي دینه
خدای دې د هیچا د زړه ونې هم په ږلۍ نه وهي، خو د انسان زړه هم کله کله غواړي چې د مارغه په شان والوزي او آزاد وګرځي، خو چې کله یې دا هیله پوره نشي، نو همداسې ناهيلي کوونکې خبرې یې له خولې ووځي ښايي باران به د ډیرو خوښيږي، خو واوره به یې هغومره نه خوښيږي، ځکه خو وايي چې:
د پسرلي باران دې ووري.........واورې دې نه ووري چې لارې بندوینه
ځينې ځوانان وايي چې له ژمي سره د واورو له کبله نه وو جوړ، ځکه چې د خپلې خوښې لوبې یې نشوې کولی، خو اوس د پسرلي په راتګ سره د دوی زړونه هم لکه ګلونه غوړيدلي دي.
د غزني ولایت اوسيدونکی ځوان تره کی وايي چې ژمی سړی لټوي، له تودې کوټې یې وتلو ته زړه نه کيږي، خو د دوی په کلي کې په پسرلي کې خوسۍ، ټوپ اچونه، نخښې ويشتنه، فوټبال، ولیبال او داسې نورې لوبې ځوانان خوښوي او کوي یې.
افغان لیکوال محمداسماعیل څپه وايي چې که څه هم تفریح او لوبې کول د انسان فطري غوښتنه ده، خو ځوانانو ته په کار ده، چې له هغو لوبو ډډه وکړي، چې د ټپي کیدو چانس پکې ډير وي او يو ځانګړی وخت ورته وټاکي، دی همدا راز د لوبو لپاره د يوه پاک، ډاډه او ځانګړي ځای ټاکل هم مهم ګڼي، چې هم ځوانان په ښه زړه لوبه وکړای شي او هم چا ته مزاحمت ونشي.
پسرلنۍ لوبې:
که ځینې ځوانان په لوبو کولو ساعت تیروي، نو ځینې ځوانان بیا په پسرلي کې ګلونه کري، ساتنه یې کوي او هغوی ته د اوبو له ورکولو هم هغومره خوند اخلي، څومره چې له یوې تفریح او یا له لوبې اخلي، که څوک نیالګي کینوي، نو څوک بیا د بیلا بیلو ګلونو تخمونه او زړي کري.
نو چې کله زړی په خاوره کې وکرل شي، زرغونيږي، پاڼې کوي، غوټۍ نيسي او يو بوټی او یا هم ونه ترې جوړيږي، که وګورو نو انسان هم د زړي خاصيت لري، په يوه ورځ نه رسيږي، په خاورو خاپوړې کوي، د چا ګوته نيسي قدم زده کوي او د وخت په تیریدو سره دومره لويږي چې بیا نور له لاسه نيسي او له ځانه سره یې پورته کوي ، لکه لویه ونه سوزنده لمر کې یې خلک سيوري ته کيني او چې وږي شي میوه یې خوري.
ملالۍ موسکا همداسې یو انسان دی، چې له ډیرو کړاوونو وروسته په دې توانیدلې چې یو څوک یې لاس ونيسي، سيوري ته یې کيني او د خپل کور نغری تود وساتي.
ملالۍ موسکا د میدان وردګو ولایت اوسیدونکې ده، څلور وروڼه خويندې دي، چې دا پکې دریمه ده، وايي چې هله مې ستونځمن ژوند پیل شو، چې له سره مې د پلار سيوری ايسته شو.
دې غوښتل چې ډاکټره شي، خو د کانکور په ازموينه کې اينجينرۍ ته بریالۍ شوه، خو اينجينري يې هم د ځينو ستونځو له کبله ونه ویلی شوه.
که څه هم ملالۍ د اينيجنرۍ پوهنځی پریښود، خو د زده کړې لمن یې پرینښوده، فکر یې نه و کړی، چې ژورنالیزم به یې مسلک وګرځي، تصادفاً د یوې ادارې لخوا په يوه ازموینه کې چې موخه یې د راډيويي خپرونو لپاره د تکړه ځوانانو ټاکل وو، ملالۍ هم د نهو نورو ځوانانو په ګډون بریالۍ شوه او په دنده وګمارل شوه، چې په ډیره لنډه موده کې د يوې پروژې مشره شوه، هلته نارینه و همکارانو د هغې مشري نشوه زغملی، ځکه یې ستونځې ورته جوړولې، خو ملالۍ په لنډه موده کې هغوی ته ځان ثابت کړ، چې نجلۍ هم مشري کولی شي او يوه لویه پروژه پر مخ بیولی شي.
ملالۍ د هغو کسانو له ډلې ده، چې غواړي تل نوي څه زده کړي، ځکه نو څو کاله وروسته یې په ملګرو ملتونو کې دنده پیدا کړه، خو چې کله وپوهیدله چې له ژورناليستيکي مهارتونو لرې پاتې کیږي، نو د (يوـ اين مکه) په نوم يوې ادارې سره یې د عامه اړیکو د مشرې په توګه دنده پیدا کړه، چې تر اوسه هماغلته کار کوي. که د طب پوهنځی د کانکور ازموينې واخیست او اينيجنرۍ پوهنځی هم د ټولګیوالو خبرو او د ټولنې نزاکتونو، خو څه وايي :
که غوټې پسې وهې په لاس به درشي...چا ویل دا چې په دریاب کې ګوهر نشته
موسکا هم په انلاین توګه د انټرنټ له لارې د انګلستان له يوه پوهنتونه د ژورناليزم پوهنځی ولوست او دا هر څه یې د خپلې کورنۍ لپاره کړي، ځکه یې مور له هغې هم هغومره تمه لري، څومره چې له زامنو لري.
ملالۍ په خپله ټولنه کې له نجونو سره له روان چلند ځوريږي، خو وايي چې بري ته د رسیدو لپاره هڅه په کار ده، دوی باید هره ماتې يوه تجربه وګڼي او مخ په وړاندې لاړې شي.
هغه غواړي، په نیک نوم ډیر شهرت پیدا کړي، ځینو بهرنیو او ګاونډیو هیوادونو ته تللې، خو غواړي د نړۍ بیلا بیلو هیوادونو ته سفر وکړي، د خلکو له ژوند او حالت یې ځان خبر کړي، هغه په اوزګارو شېبو کې شعرونه او لنډې کيسې هم ليکي،فلسفه یې هم خوښيږي، ملالۍ موسکا د خپلې حوصلې په څېر دنګه نجلۍ ده او د خپل تخلص په شان یې په خوله هره شيبه موسکا خپره وي، خو په شعرونو کې یې مايوسي ښکاري.
تاندې څانګې هره شنبې او دوشنبې له ازادۍ راډیو څخه خپريږي، چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي.

Your browser doesn’t support HTML5
د ځوانانو لپاره د تاندې څانګې خپرونه