وسله والو د پاکستان په کراچۍ کې ښار کې شپږ تنه په ډزو ووژل

وسله والو د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سې شنبې په ورځ لږترلږه شپږ کسان ووژل او زیات شمېر موټرو ته یې اور واچاوه.

دا شخړې د دوشنبې په شپه په کراچۍ کې د ستر سیاسي ګوند ″متحده قوامي غورځنګ″ (MQM) د مهم غړې منصور مختار او د هغه د ورور له قتل وروسته پیل شوې.

د دغو کسانو د قتل د خبر په خپریدو سره وسله وال، د سې شنبې په سهار لارو او کوڅو ته ووتل.

د کراچۍ په ښار کې اتلس میلونه وګړي ژوند کوې او دا مهال اندیښنې زیاتې شوي، چې د تېر کال د شخړو په څېر به د نویو شخړو اور په کې بل شي.

د تېرکال په شخړو کې له اولس سویو زیات کسان وژل شوي وو.