قاسمیار: ډېر ژر به د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې بیا پیل شي

د افغانستان د سولې عالي شورا ډاډ څرګند کړی، چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبری به بیا ژر پیل شی.

د دې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار ازادي راډیو ته په مرکه کې وویل، د افغانستان او پاکستان لپاره یې د امریکا له ځانګړی استازي سره پرون د سولې د روانو هڅو په اړه خبرې کړي.

د ښاغلي قاسمیار په وینا ګراسمن ورته ډاډ ورکړی، چې د سولې بهیر به د افغانانو په مشرۍ پرمخ وړل کیږي او د قطر خبرې د دغه بهیر مقدمه ده.

ښاغلي قاسمیار وویل، چې د سولې له عالي شورا سره د ګراسمن په خبرو کې له ګوانټانامو زندان څخه د بندیانو په خلاصون کې د مخالفت نښې نه ښکارېدې.

مخکې له دې له ګوانټانامو زندان څخه د بندیانو د خلاصون مساله هغه موضوع وه، چې د ځینو رپوټونو له مخې د امریکا او طالبانو ترمنځ یې د سولې خبرې ودرولې.