د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونه وایي، چې د افغانستان په شمال کې یې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ یو مخکښ مشر وژلی دی.
د دغو ځواکونو یوه ویاند جستن براک ازادی راډیو ته ویلي، چې افغان او بهرنیو ځواکونو پرون د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د دې مشر د نیولو لپاره، چې مخدوم نصرت نومیده د فاریاب ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې عملیات وکړل.
″مخدوم د ازبکستان د اسلامي غورځنګ لوړ پوړی چارواکی و، چې په افغانستان کې یې فعالیت کولو.
هغې له تیرو اتو میاشتو راهیسې د افغانستان په شمال کې پر افغان او بهرنیو ځواکونو د بریدو د مشرۍ مسوولیت اخیستی و.″
مخکې له دې ایساف ځواکونو په اعلامیې کې ویلي وو، چې د دې کس د نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي وو، چې د عملیاتو په مهال وسله والو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په ډزو کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ دا مشر له څو نورو وسله والو سره یو ځای ووژل شو.
په دې عملیاتو کې دوه نور وسله وال نیول شوي، خو د هویت په اړه یې څه نه دي ویل شوي.