د افغان او نړېوالو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې څوارلس تنه مخالفین وژل شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په بیلا بیلو ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې څوارلس وسله وال مخالفین وژل شوي.

له دې وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغه مخالفین په کابل، ننګرهار، فاریاب، قندهار، هلمند، نیمروز، زابل، غزني او پکتیا ولایتونو کې وژل شوي دي.

په اعلامیې کې راغلي چې په دې عملیاتو کې څلور مخالفین ټپیان او اوه نور نیول شوي هم دي.

وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.