د ګرجستان په جلا غوښتونکې سیمه اوسیتیا کې د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته مخه کړه

د ګرجستان په جلا غوښتونکې سیمې جنوبي اوسیتیا کې د یوه بیلتون غوښتونکي ولسمشر د غوره کیدو لپاره انتخاباتو دوهم پړاو ته مخه کړې.

چارواکي وایي، چې د ″کې. جي. بي″ پخواني چارواکي لیونید تیبیلوف د یکشنبې د ورځې د انتخاباتو په سلو کې ۴۲ رایې ګټلې چې د انتخاباتو د لومړي پړاو د ګټلو لپاره کافي نه دي.

تیبیلوف به د انتخاباتو په دوهم دورکې چې د اپریل په اتمه ترسره کیږي، د بشري حقونو له یوه چارواکي ډېوېډ ساناکوییف سره چې په سلو کې د ۲۵ رایو په ګټلو سره یې دوهم ځای نیولی، مخامخ کیږي.

دا په جنوبي اوسیتیا کې د جمهور ریس د غوره کیدو لپاره دویمه هڅه ده، چې په دې وروستیو کې کیږي. د تیرکال په نومبر میاشت کې محکمې وروسته له هغې ترسره شوي انتخابات لغو اعلان کړل، چې له نتیجو یې معلومه شوې وه، چې د کریملن ملاتړي کاندید انتخابات بایللي دي.

جنوبي اوسیتیا په ۲۰۰۸ کال کې د روسیې او ګرجستان ترمنځ د جګړې یوه منبعه وه. روسیې له دغې جګړې وروسته جنوبي اوسیتیا د یوه خپلواکه هیواد په توګه په رسمیت پیژندلی؛ خو له هغه مهال راهیسې یواځې څو محدونوهیوادونو ورته اقدام کړی دی.