یوه تبعیدي تبتي هند ته د چین د ولسمشر د سفر پر اعتراض ځان ته اور واچاوه

د چین ترکنټرول لاندې تبت څخه یوه جلا شوی تبعیدی هند ته د چین د ولسمشر د راتلونکی سفر په اعتراض کې په نوي ډیلي کې ځانه ته اور واچاوه.

ټآکل شوې ده، چې ″هو جینټاو″ به د روانې میاشتې په پای کې له نوې ډیلي څخه لیدنه وکړي.

دغه تبتی ځوان چې هویت یې نه دی مشخص شوی، نن د هغو زرو کسانو په ډله کې چې د ″هو″ د سفر او د چین له خوا د تبت د اشغال په اعتراض کې راغونډ شوی و، په خپل ځان د سونګ مایع مواد وپاشل او ځانته یې اور واچاوه.

د راپورونو له مخې دغه اعتراض کونکی د خپلو سختو ټپونه له امله د نوی ډیلې په روغتون کې تردرملنې لاندې دی.

تېرکال د چین د تبت د سیمې لږترلږه دېرشو تنو پر دې سیمه د چین د کنټرول په وړاندې اعتراض کې ځانونه سوځولی و.