له افغانستان سره د سیمې د اقتصادي همکاریو کنفرانس په تاجکستان کې پیل شو

د ریکا په نوم له افغانستان سره د سیمې د اقتصادي همکاریو کنفرانس نن په تاجکستان کې پیل شو.

د دې کنفرانس په پيل کې ولسمشر کرزي د سیمه ایزې همکارۍ پر اهمیت او پراخولو ټینګار و کړ.

تاجک ولسمشر امام علی رحمان هم د دې کنفرانس له وینا کونکو څخه وو. نوموړي له نړیوالي ټولنې وغوښتل، چې د افغان ځواکونو روزنې ته دې جدي پاملرنه و کړي.

خو د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر حضور انتقاد و کړ او له افغانستانه یې د دې ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.

د دغه کنفرانس په ترڅ کې، چې دوه ورځې دوام کوي، د اقتصادي غونډو ترڅنګ، فرهنګي، هنري او د نندارتونونو پروګرامونه هم په پام کې نیول شوي دي.