د فراه په ګلستان ولسوالۍ کې د ایټالویانو پر یوه پوځي مرکز د وسله والو طالبانو په حمله کې، پرون یو ایټالوي سرتیرې مړ او دوه نور ټپیان شوي.
په لویدیځ زون کې د آیساف مطبوعاتي دفتر د دې پيښې په منلو سره آزادۍ راډیو ته وویل، چې په متقابلو ډزو کې مخالفینو ته هم زیان رسیدلی خو د تلفاتو د شمېر په اړه یې څه و نه ویل.
بل لور ته طالب ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کوي، چې په دې حمله کې درې بهرني سرتیري او اوه افغان سرتیري وژل شوي. خو چارواکي دا ادعا نا سمه بولي.