د تخار په اق مسجد سیمه کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ نښته شوې

پرون په تخارکې د امنیتي ځواکونو او ځان وژونکو ترمنځ په نښته کې دوه لوړرتبه امنیتي چارواکي ووژل شول.

د تخار د امنیې قومندانۍ ویاند خلیل الله اسیر ازادي راډیو ته وویل، دا پیښه پرون ناوخته په اق مسجد کلي کې رامنځته شوه چې په نتیجه کې یې د پولیسو د دوهمې حوزې امر او د ملي امنیت سیمه ییز امرووژل شول.

اسیر وویل، یوځان وژونکی ووژل شو او پنځه نوریې د پولیسو له خوا ونیول شول.

هغه وویل، په دې پیښه کې دوه نور پولیسو ټپیان شوي.

تخاریو د افغانستان له با امنو ولایتونو څخه وچې په دې وروستیو کې یې امنیتی وضعیت خراب شوی دی.