د جنوبي کوریا په سیول کې د اټمي خوندیتوب په اړه نړېواله غونډه جوړیږي

د جنوبي کوریا په پایتخت سیول کې به نن د نړۍ له پنځوسو څخه زیات مشران د اټمي خوندیتوب په اړه غونډه کې برخه واخلي.

تمه ده، چې د امریکا ولسمشربارک اوباما، د روسیې ولسمشر دیمیتري میدویدیف او د ملګروملتونو عمومي منشي بان کي مون به هم؛ په دغې غونډه کې، چې دوه ورځې دوام کوي، ګډون وکړي.

په دغې غونډه کې په دې اړه، چې له کومو غوره لارو کیدای شي، چې اټمي مواد د تروریستانو لاس ته ونه رسیږي، خبرې کیږي.

اوباما د اټمي ګواښ د کمیدو په اړه خپل پلان په ۲۰۰۹ کال کې د چک جمهوریت په مرکز پراګ کې د وینا په ترڅ کې اعلان کړی و. یوکال وروسته هم واشنګټن د اټمي امنیت د سرمشریزې کوربه و.

تمه ده، چې د دغې سرمشریزې په حاشیه کې به د ایران او د شمالي کوریا د لانجمنو اټومي پروګرامونو په اړه هم خبرې وشي.

په داسې حال کې چې اوباما شمالي کوریا ته خبرداری چې د ګواښ او لمسونې څخه به څه لاس ته رانه وړي، پیونګ یانګ په پام کې لري چې راتلونکې میاشت د ځمکې مدارته د یوه سټلایت د استولولپاره لیرې واټن ویشتونکی توغندی وازموي.