"په نورستان کې د پولیسو د تنخواګانو په اړه پلټنې روانې دي"

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په نورستان ولایت کې یي د پولیسو د تنخواګانو د ورکیدو په اړه پلټنې پیل کړي دي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقې د پنجشنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل، د نورستان ولایت د پولیسو د تنخواګانو د ورکیدو راپور یي له رسنیو اوریدلی دی.

ده زیاته کړه، د مسئلې څیړلو ته ګمارل شوی پلاوی سیمي ته رسیدلی دی.

د نورستان ولایت د پولیسو په هکله ځیني راپورونه وایي، چې د یاد ولایت پولیسو ته شاوخوا پنځه میاشتې کیږي چې تنخوا نه ده ورکړل شوې.

تفصیل د خان محمدسیند په راپور کې:

Your browser doesn’t support HTML5

د نورستان د پولیسو په اړه