روسیه:يوې ښځينه ډلې کليسا ته په ننوتلو او د سندرو په ويلو سره کليسا ته سپکاوى کړى

د روسيې ارتودکس کليسا مذهبي مشر پاتريارک کيريل وايي، د راک موسيقۍ د سندرغاړو يوې ښځينه ډلې کليسا ته په ننوتلو او هلته د سندرو په ويلو سره کليسا ته سپکاوى کړى دى.

د دې بانډ يا ډلې غړي وايي، د فبرورۍ پر څلورمه د دوي د کړنې علت د مذهبي مشر له خوا د روسيې د صدراعظم ويلاديمير پوتين پر ملاتړ اعتراض و، چې د مارچ پر څلورمه يې د روسيې د ولسمشر په توګه انتخابات بيا وګټل.

خو مذهبي مشر کيريل وايي د کليسا سپکاوى شوى دى:

”دغه خلک د عبادت پر قوت باور نه لري، دوي د پروپاګند، درواغو، تورونو، انټرنټ، رسنيو، پيسو او وسلو پر قوت باور لري.

موږ د عبادت پر قوت باور لرو. زه د روسيې پر ټولو ارتودکس کليساوو ږغ کوم، زموږ د هېواد، اعتقاد، خلکو او خداى لپاره دعا وکړي چې زموږ ګناه راوبخښي“

د دې ډلې درې تنه غړي اوس په توقيف کې دي. شا و خوا ٢ زره کسانو مذهبي مشر ته پر يوه پرانيستي خط لاسليک کړى او له هغه يې غوښتي چې پر دغو کسانو د لګېدلو تورونو ملاتړ ونه کړي.

خو مذهبي مشر د روسيې يوه ټلويزيون ته ويلي د دغو کسانو د اعتراضونو له کبله پوزې ته راغلى او که چېرې د ارتودکس پيروان د دې ډلې ملاتړ وکړي، دا به د افسوس وړ خبره وي.