جنوبي اوسيتيا کې نن د تش په نامه ولسمشرد څوکۍ لپاره تکراري ټاکنې کیږي

د ګرجستان په بېلتون غوښتونکې سيمه جنوبي اوسيتيا کې نن د تش په نامه ولسمشرد څوکۍ لپاره تکراري انتخابات کېږي.

د نومبر مياشتې پر ٢٧ مه د رايې اچونې لومړى پړاو هغه وخت لغو شو، چې د مخالفانو يوه کانديد خپل سيال چې د روسيې ملاتړ ورسره و، وواهه.

د بياځلي انتخاباتو لپاره څلور کانديدان ولاړ دي. په دوى کې يوه هم په لومړيو انتخاباتو کې برخه نه درلوده، خو له ټولو سره د کرملين ملاتړ ملګرى دى.