کندهار کې سرحدي پولیسو په شوراوک کې پنځه زره ماینونه ترلاسه کړي

د کندهار سیمه ایز چارواکي وایي، چې سرحدي پولیسو د دې ولایت په شوراوک ولسوالۍ کې پنځه زره ماینونه ترلاسه کړي دي.

د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د پرسونل ضد دا ماینونه په تراکتورونو کې بار وو او له ماینونو سره شاوخوا دوه زره کیلوګرامه نور چاودیدونکي مواد هم نیول شوي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د دې ماینونو او چاودیدونکو موادو دواړه لیږدونکي له پولیسو سره په نښته کې وژل شويدي.