د پکتیکا سیمه ایز چارواکي وایي، چې په تیر لمریز کال کې یوسل او نهه پنځوس میلیونه ډالر په دې ولایت کې د بیارغونې پر پروژو لګول شوي دي.
د پکتیکا والي محب الله صمیم نن په کابل کې خبریالانوته وویل چې په دغو پروژوکې بیلا بیلو دولتي ادارو ته ودانۍ،ورزشي سټډیوم،لسګونه کیلومټره سړک اود داسې نورو کارونو ترسره کول شامل دي.
ده دغه راز وویل، چې د پکتیکا ولایت لپاره د بیارغونې پنځه کلن پراختیایي پلان هم جوړ شوی او کارونه د همدې پلان له مخې ترسره کیږي.
څه موده مخکې د پکتیکا د ولایتي شورا یوه غړي عبدالغني پکتین آزادي راډیوته ویلي وو چې په دې ولایت کې د بیارغونې کارونه کمزوري پرمخ تللي او ډیرې پیسې شخصي جیبونو ته اچول شویدي.