د نوروز په مناسبت سیمه ییز کنفرانس د تاجکستان په مرکز کې پرانیستل شو

د نوروز په مناسبت سیمه ییز کنفرانس نن د تاجکستان په مرکز دوشنبې ښار کې پرانیستل شو.

په دې کنفرانس کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د تاجکستان ایران او پاکستان له مشرانو سره ګډون لري.

دوي په خپلو ویناوو کې پر سیمه ییزو همکاریو ټینګار وکړ.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو خاص استازي یان کوبیش هم په دې غونډه کې ګډون کړی دی.

تمه کېږي، چې د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ د درې اړخیزې غونډې ترڅنګ له پاکستان سره څلور اړخیزه غونډه هم جوړه شي.

دغه راز په پام کې ده چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی مارک ګراسمن هم نن له غرمې وروسته د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو له مرستیال وزیرانو سره په دوشنبې ښار کې وویني.