"د پامیرد غرونو په لمنوکې له ۱۰نه زیات کلي د واورې ښوییدنې له ګواښ سره مخ دي"

د بدخشان سمیه ایز چارواکي وایي، چې د پامیر د غرونو په لمنو کې له لسو څخه زیات کلي د واورې ښوییدنې له ګواښ سره مخامخ دي.

د بدخشان د والي ویاند راسخ معروف ازادۍ راډیو ته وویل، چې ډیر ژر به د بیړنیو حالاتو د کمیټې غونډه جوړه او د واورې ښوییدنې د مخنیوي په اړه به اقدامات وشي.

دغه راز د بدخشان د واخان ولسوال سید فیروز د واورې ښوییدنې له امله په دې ولسوالۍ کې د شلو کسانو مړینه تایید کړه او ویې ویل، چې سلګونه تنه نور هم د واورې ښوییدنې له خطر سره مخامخ دي.