د مصر په ساحلي ښار پورت سعید کې پرون د تاوتریخوالي او شخړو په ترڅ کې یو ۱۳ کلن هلک و وژل شو.
دا تاوتریخوالۍ وروسته له هغه راوپاریده، چې د پورت سعید د فوټبال منتخب ټیم د دوو کلونو لپاره له مسابقو څخه منع اعلان شو.
دا پریکړه په تیرې فبرورۍ میاشت کې د پورت سعید د فوټبال په یوه میدان کې د شوي تاوتریخوالي په ارتباط چې ۷۴ کسان کې په کې ووژل شوي ول، اعلان شوې ده.
د پورت سعید د فوټبال د منتخب ټیم د سلګونو پلویانو او امنیتي ځواکونو تر منځ اخ و ډب او نښتې شوي او راپورونه وايي چې ښار ته تللې لارې او د پورت سعید بندرګاه هم بند شوی دی.