په افغانستان کې یو ایټالوي سرتیری وژل شوی او پنځه نور ژوبل دي

د ایټالیا پوځ وایي، یو سرتیری یي پرون په افغانستان کې وژل شوی او پینځه نور ژوبل دي.

پوځ ویلي، د دوي سرتیرو ته دا مرګ ژوبله د هرات ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د دوي پر اډه د درنو وسلو د مرمیو د لګیدو په نتیجه کې واوښته.

ایټالیا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۸۰۰سرتیري لري چې تر اوسه پورې يې پنځوس په بمي چاودونو او د افغان دولت د وسله والو مخالفانو په بریدونو کې وژل شوي دي.

دې هېواد اعلان کړی، چې په روان میلادي کال کې به په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د شمېر په کمولو پیل وکړي.