د کندهار د ملي امنیت چارواکو یو ۱۵ کلن پاکستانی ځان وژونکی نیولی دی

په کندهار کې د ملي امنیت چارواکو یو پنځلس کلن پاکستانی ماشومام رسنیو ته ښودلی، چې غوښتل یې ځان وژونکې حمله وکړي.

د ملي امنیت چارواکو رسنیو ته ویلي، چې دوی دا ماشوم تیره اونۍ په سپین بولدک ولسوالۍ کې نیولی.

د دې ترڅنګ په ارزګان کې یو ماشوم، چې د ځان وژونکې حملې لپاره ګمارل شوی و، ځان پولیسو ته سپارلی دی.

امنیتي چارواکو د دغه ماشوم د هویت په اړه کومه تبصره نه ده.