سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما او د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني به د سې شنبې په ورځ د جنوبي کوریا په مرکز، ″سیول″ کې سره وګوري.
د سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویل شوي، جمهور رییس اوباما د اټمې امنیت په غونډې کې د ګډون په مقصد سیمې ته ځې او دواړه مشران به دا فرصت پیدا کړی، چې په افغانستان کې د پخلاینې د عملیې او د سيمې د ثبات د زیاتولو په اړه په خپلو هلو ځلو کتنه وکړي.
د دواړو مشرانو دا کتنه به له تېرې می میاشتې یعنې په پاکستان کې د امریکایي ځواکونو له خوا د اسامه بن لادن له وژنې راهیسي، د جګې سطحې کتنه وي.
د ۲۰۱۱ کال د نومبر په ۲۶ مه د امریکایي ځواکونو په یوه هوایي برید کې د څلرویشتو پاکستاني عسکرو د وژنې له امله هم د اسلام آباد او واشنګټن اړیکې خراب شوي وو.