له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتل د کومو هېوادونو په ګټه دی؟

ناټو ځواکونه

په داسې حال کې چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو چمتوالۍ نیسي، ددې هیواد ګاونډیان له دې پروسې څخه د زیاته اندازه پیسو د ترلاسه کولو په لټه کې دي.

متحده ایالات دا مهال د منځني اسیا د هیوادونو له لارې افغانستان ته د خپلو پوځي اکمالاتو لپاره په کلني ډول ۵ سوه میلیونه ډالره مصرفوي.

اوس به امریکا له دې څخه زیاته اندازه پیسې دغو هیوادونو ته ورکوي، څو له لارې يې هغه مواد او وسایل چې په تیرو لسو کلونو کې يې افغانستان ته راوړي، بېرته وباسي.

دغه راز نهه څلویښنت نور هیوادونه هم په افغانستان کې کافي اندازه مواد او وسایل لري، چې باید وویستل شي.

د منځني اسیا هیوادونه روسیه، ګورجستان، ازربایجان او پاکستان دې ته ناست دي، چې له دې پروسې څومره پیسې ترلاسه کولی شي، خو هغه هیواد به زیاتې پیسې واخلي، چې د جغرافیايي موقیعت له مخې مناسب وي او له امریکا سره په دې برخه کې موافقې ته ورسیږي.

د سویډن د سولې د نړیوال څیړنیز مرکز کتونکی ″نیل میلون″ په دې اړه وايي:

″څه چې تاسو وینﺉ دا په اوس وخت کې د معاملې یوه لویه لوبه ده. خلک پوهیږي، چې وضیعت څه ډول دی، ایساف باید ووځي او باید په یوه تنګ وخت کې ووځي، نو دا هیوادونه په دې موقیعت کې دي، چې په دې اړه خبرې وکړي.″

دې ته په کتنې سره، چې ازبکستان په منځني اسیا کې د ریل غوره لاره لري، دا هیواد به په دې برخه کې د زیاتو پیسو غوښتنه وکړي.

بل بدیل د افغانستان او تاجکستان تر منځ د پولې په اوږدو کې واقع سرک دی، چې د قرغزستان بیا د کسپین له بحیري بیا د ازربایجان او بیا د ګورجستان سره د تور سمندر پوتي بندرګاه ته رسیږي.

خو دا لاره ستونزه لريؤ ځکه د افغانستان له ناکراره سیمو تیریږي او بله دا چې د تاجکستان سرکونه د کیفیت له نظره ښه نه دي.

له دغو هیوادونو سره د شوې موافقې له مخې داسې نه ښکاري، چې په دغه معامله کې به د مهماتو او پوځي وسایطو انتقال هم شامل وي.

خو له افغانستان څخه د موادو انتقال لپاره د شمال لاره د پاکستان د اکمالاتي لارو په مقایسه قیمته پریووزي.

له افغانستان څخه تر کراچۍ بندر پورې د یوه کانټینر د انتقال بیه ۷ زره او دوه سوه ډالر ده؛ په داسې حال کې چې د افغانستان د شمال له لارې دا کار په اولس نیم زره ډالرو تمامیږي.

همدې ته په کتنه د سویډن د نړیوال څړنیز مرکز کتونکی ″میلون″ په دې باور دی؛ چې پاکستان به له دې په استفادې سره له ایساف څخه زیاتې پیسې وغواړي.

بل لورته مسکو په روانه میاشت کې اعلان وکړ، چې که چېرته قرغزستان د امریکايي ځواکونو پر مخ د مناس هوايي اډه وتړي نو ناټو کولی شي؛ د روسيي په والګا سیمه کې د دې هیواد له هوايي ډګر څخه کار واخلي.

د مناس د هوايي اډې د تړولو لپاره پر قرغزستان زیات فشار په خپله د روسيي له خوا راغلی او دا په دې معنا ده، چې بیشکیک اوس باید له مسکو او واشنګتن سره په خپلو اړیکو کې توازن ته پام وکړي؛ څو په افغانستان کې د لوبې له پای څخه ګټه پورته کړي.