ملګروملتونو په ایران کې د بشري حقونو د څارنې لپاره ماموریت پرون تمدید کړ، روسیه، چین او سوریه د هغو پنځو هېوادونو په ډله کې وو، چې په دې اړه د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د پرېکړه لیک پرضد یې رایې ورکړې.
پرېکړه لیک ته ۲۲ هېوادونو موافقې رایې ورکړې او ۲۹ هېوادونو د رایو له ورکولو ډډه وکړه.
د مالدیو د بهرنیوچارو پخواني وزیر ته چې له پنځو کلونو راهیسې د ملګروملتونو له خوا د ایران د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه ټاکل شوی، اجازه نه ده ورکړل شوې چې دې هېواد ته سفر وکړي.
ده د روانې میاشتې په پیل کې یو راپور خپور کړ چې په ایران کې د اعدامونو د ناڅاپي زیاتوالی ښيي. په دې راپور کې ویل شوي چې په تېر یوه کال کې په ایران کې شپږسوه اواویا کسان اعدام شوي دي.
د عفوې نړیوال سازمان وايي، یوازې چین چې د نفوسو شمېر یې تر ایران څوځلې زیات دی، د اعدامونو د شمېر له پلوه له ایران څخه وړاندې دی.
احمدشهید په ایران کې له اقلیتونو سره د ناوړه چلند او هم د همجنس بازانو او کارګري ټولنو د ځورونې په اړه اندېښنه ښودلې ده.
ایران ويلي دي چې په ایران کې د بشري حقونو د خبریال په توګه د احمدشهید ګومارل د دې هېواد پرضد د لویدیځ د مانور یوه برخه ده.