د فرانسې یو شمېر پولیس لا تراوسه د محاصره شوي تروریست په نیولو بریالي شوي نه دي

د هغه مشکوک کس د نيولو لپاره د فرانسې د پوليسو له ناکامو هڅو څه باندي ۲۴ ساعته تيريږي چې د څلورو يهودانو او درې فرانسوي عسکرو په وژلو تورن دي او د فرانسې د جنوب د تولو ښار په يوه اپارتمان کې د پوليسو په محاصره کې دي.

د محمد ميرا په نوم د ۲۴ کلن الجزايري الاصله فرانسوي د اپارتمان شاوخوا په سلګونو پوليس له پرون سهار راهېسې ځاي پرځاي شوي دي.

چارواکو وويلؤ محمد ميرا پرون ژمنه کړې وه چي ځان تسليموي خو وروسته يي خپل نظربدل کړ.

پوليسو تيره شپه د هغه اپارتمان په مخکې، چې محمد ميرا په کې مورچل نيولی، چاودنې وکړې چې د فرانسې د کورنيو چارو د وزارت د چارواکو په وينا هدف يې دا و چې نوموړي وبيروي چې ځان تسليم کړي.

د کورنيو چارو د وزارت وياند پيري هينري برانديت وويل، دغه چادونې د دې ښکارندويي نه کوي چې ګواکې پوليسو د هغه پر اپارتمان عمليات پيل کړي دي.

فرانسوي چارواکي وايي، ۲۴ کلن الجزايري الاصله فرانسوي محمد ميرا چې د څلورو يهودانو او درې فرانسوي عسکرو پر وژنو اعتراف کړی د نورو بريدونو پلان هم درلود.

ميراهمدا رنګه ويلي، چې له القاعده شبکې سره اړيکې لري او په پاکستان او افغانستان کې روزل شوی دی.

له بلې خوا د امريکا ولسمشر بارک اوباما خپل فرانسوي سيال نيکولاس سرکوزي ته ټيلفون کړي او په دې بريدونو يې ورسره خواشيني ښودلې ده.