د دغو خبرو يو ژوندی مثال د افغانستان د کرکټ لوبډله ده، د تنکیو ځوانانو له لوبډلې رانېولې تر ملي لوبډلې ټولو ډیرې ستونځې وګاللې، ناکامۍ یې وزغملې، خو همت یې له لاسه ورنه کړ، هغه دی نن یې نړۍ ته ثابته کړه، چې افغانان د جنګ جګړو مینه وال نه دي بلکې له دومره لوړو حوصلو، وړتیاوو او هنرونو ډک دي، چې لکه ستوري ځلیدلی شي او لکه سپوږمۍ تیارې شپې روڼولی شي.
وايي، چې مېړه چې مېړه وي، لور یې چاړه وي. که د یوه کار لپاره ټول اسباب په لاس کې وي، ښايي هر څوک هغه کار ترسره کړای شي، خو تکړه هغه دی، چې که اسباب یې په لاس کې نه هم وي او یا کم وي، هغه کار ترسره کړي.
د افغانستان د کرکټ لوبډله هم لکه د نورې نړۍ لوبډلو اسانتیاوې او هغومره وسایل نه لري. خو بیا یې هم له هغوی سره سیالۍ کړي او اتلولي یې ترې خپله کړې. چې په دې وروستیو کې په تایلینډ کې د اسیاچلینج کپ په نامه د ترسره شویو سیالیو اتله شوه، د دې لوبډلې مدير ډاکټر نورعالم فرید یې په اړه وايي، چې د کرکټ نړۍ وتلیو ستورو به چې د دوی د تنکیو ځوانانو لوبه لیدله نو ډیر خوشبينه وو او سیلانیانو به چې د افغانستان بیرغونه په ښار کې لیدل نو حیرانیدل به، چې افغانستان هم په دې لوبو کې ګډون لري او د رسنیو له لارې به د افغانې لوبډلې له بریاو هم خبریدل.
جاویداحمدزی د دې ۱۶ لوبډلې کپتان دی، دی وايي چې که یو خوا یې د خپل روزونکي خبره ځمکې ته نه غورځوله، نو بل خوا به یې د ده دې خبرو په غوږونو کې ازانګې کولې چې دوی د يوه ځوریدلی ولس نمایندګي کوي ځکه نو ټولو په دې عزم او هیله سیالي کوله چې باید ویې ګټي
دی له چین سره د یوې حېرانوونکې سیالۍ یادونه کوي،چې افغانې لوبډلې ۳۵۷ منډې کړې وې، خو د چین لوبډله یې په ۹ منډو وسوځوله، جاوید احمدزی وايي چې د کرکټ په تاریخ کې به داسې ماته چاته نه وي ورکړل شوي لکه افغانستان چې چین ته ورکړه او زیاتوي چې له دې بریا سره یې د نړیوالو په فکرونو کې د افغانستان د پخواني انځور بڼه بدله کړه.
د دې لوبډلې یو بل تنکی ځوان چې تازه یې پاسنۍ شونډه توره شوې ده، نوین الحق نوميږي، ده په پنځو سیالیو کې ۱۵ لوبغاړي سوځولي چې د اسیا چلينج کپ سیالیو غوره توپ اچوونکی پيژندل شوی، دی د خپلې بریا راز راسره شریکوي، چې د توپ اچوونکي کمزورۍ به مې درک کولې او بیا به مې یې د سوځولو هڅه کوله چې پکې بریالی وم.
پرويز خان ملکزی یو دنګ تنکی ځوان توپ وهونکی دی، چې په پنځو سیالیو کې یې د ۳۳۸ منډو په جوړولو سره د ټول ټورنامنټ غوره توپ وهونکی پيژندل شوی، دی وايي چې اوس مهال په افغانستان کې کرکټ ته ډیره توجه شوې او دوی دغو سیالیو ته ښه چمتوالی نیولی و
پرویزهمدا راز وايي چې کرکټ ډیره د حوصلې لوبه ده، که یو خوا به د سیالې لوبډلې د لوبغاړو لخوا ورته ځورونکې خبرې کيږي، نو بل خوا به د لوبې د بریا غم هم ورسره وي، چې په داسې وخت کې د حوصلې له لاسه ورکول خپله پښه په تبر وهل دي.
پرويز خان په دې ویاړي چې د انګلينډ يوه اوسیدونکي د هغه لوبه دومره خوښه شوې وه، چې د هغه د لوبې کالي یې ترې په لوړ قيمت اخیستل غوښتل، خو ده د مینې له مخې وړیا ورکړل، دی همدا راز هیله مند دی، چې په راتلوونکي کې په ملي لوبډله کې ولوبيږي او هلته هم ښه وځلیږي
د نوموړې لوبډلې مدیر ډاکټر نورعالم فرید وايي، چې اوس دوی سره ځينې پرمختللي وسایل او ځینې نورې اسانتیاوې چې پخوا یې نه لرلې شته، چې له کبله یې د دې لوبې راتلوونکی ډیر ښه او پياوړی بولي.
ډاکټر فرید د ښوونځیو په کچه د کرکټ لوبډلو د جوړولو خبره هم کوي او د يوه مثال په ورکولو سره وايي، چې د هند موزيک که په نړۍ کې اوریدل کيږي، نو ځکه چې پخپلو ښوونځیو کې یې هم ورته پاملرنه کړې، همدا راز استرالیا هیواد هم په خپلو ښوونځیو کې د کرکټ په نوم يو مضمون لري، نو ځکه باید په افغانستان کې هم په ښوونځیو کې د علم او زده کړې تر څنګ د لوبو برخې ته ځانګړې پاملرنه وشي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنيو برخې مسول فرید هوتک وايي چې د کرکټ لوبې د لا پياوړتیا لپاره به په نږدې راتلوونکي کې د ولایتونو په کچه سیالۍ جوړې کړي، چې موخه به یې د لا ښو لوبغاړو پيدا کول وي.
باید ووايو، چې د کرکټ د ۱۶ کلنې لوبډلې له خپلې دې بریا سره د ايليټ کپ سیالیو ته چې ټاکل شوې په ماليزیا کې به تر سره شي لاره ومونده.
وايي، چې :
تیروتې لارې به بدلې کړو موږ، مړې ډیوګۍ به بېرته بلې کړو موږ
د ټوپک میل نه به شپیلۍ جوړه کړو، ستوري راکوز به ډلې ډلې کړو موږ
نو
د چا ټیکري به په ګلونو ډک شي، د چا به ستوري پر ټټر وناڅي
بیا به د لوی افغانستان لیدو ته، دا لوړ او ستر وجود د لمر وناڅي