د کندهار والي:د محمد میرا په نوم کوم الجزایري ټبره فرانسوی مو نه دی نیولې

د کندهار د والي دفتر د دې ولایت د محبس د مشر هغه مخکینۍ څرګندونې رد کړي، چې ګوندې هغه کس چې دا مهال په فرانسه کې په څو بریدونو تورن دی په ۲۰۰۷ کال په افغانستان کې نیول شوی او بیا د کندهار د زندان د ماتیدو پر مهال له دې زندان څخه تښتیدلی و.

د کندهار د والي دفتر ویلي دي، چې دوي هیڅ کله د محمد میرا په نوم کوم الجزایري ټبره فرانسوی په دې ولایت کې نه دی نیولې.

تر دې مخکې د کندهار د محبس مشر سمونوال غلام فاروق ازادۍ راډیو ته ویلي و، چې د محمد میرا په نوم د فرانسې د جنوب لودیځ په بریدونو کې تورن پنځه کاله مخکې د ماین جوړولو په تور نیول شوی او د کندهار په زندان کې بندي و، چې د زندان د ماتیدو پر مهال د ګڼو نورو زندانیانو سره دا هم وتښتیده.