په هلمند کې د ۶ وژل شویو بریتانیوي عسکرو مړي بېګاه انګلستان ته ورسېدل

په افغانستان کې د وژل شویو شپږو انګلیس عسکرو مړي د سې شنبې په ورځ انګلستان ته ورسیدل او یو شمېر خلکو د خپلو عسکرو د قربانیو درناوی وکړ.

په ″اکسفورډ شایر″ کې د انګلستان د شاهې هوايي ځواک اډې ته نږدې زیات شمېر خلک په لارو او سړکونو کې لیکه ولاړ وو او د عسکرو د جنازو د تيریدو پر مهال یې د احترام مراسم پر ځای کړل.

دا عسکر چې عمرونه یي د ۱۹ او ۳۳ کلونو تر منځ وو، د مارچ په ۶ مه هغه مهال ووژل شول، چې د سپرلۍ موټر یې د هلمند او کندهار ولایتونو تر منځ په سړک کې پر ښخ شوي ماین وخوت.

د دغو عسکرو په مړینې سره له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د وژل شویو انکلیسي عسکرو شمېر ۴۰۴ تنو ته ورسیده.