جان الن: په افغانستان کې له وروستیو ماتو سره سره د وتلو پلان ته دوام ورکوو

په پام کې ده، چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن نن د امریکا د کانګرس استماعیه غونډې ته په وینا کې ووايي، چې امریکايي ځواکونه به، له وروستیو ماتو سره سره له افغانستانه د وتلو پلان ته دوام ورکړي.

اسوشیېټډپرېس خبري آژانس چې د دې وینا یوه کاپي یې ترلاسه کړې، خبر ورکوي، چې جنرال الن به کانګرس ته ووايي، په افغانستان کې پرمختګ حقیقي او تر ټولو مهم دا چې دوامدار دی.

د الن په وینا کې د افغانستان د لس کلنې جګړې ماتو ته اشاره شوې او وايي، په افغانستان کې همدا اوس هم موږ ماتې تجربه کوو او په راتلونکې کې به نورې ماتې تجربه کړو.

له دې ماتو څخه د جنرال الن هدف د امریکايي پوځیانو له خوا د قرآن عظیم الشان د سوځولو او په پنجوايي ولسوالۍ کې د ملکي افغانانو د وژنې پېښې وې.